په یوه ترافيکي پېښه کې ‍۱۴ تنه ټپیان شوي دي

11 دلو 1397 ساعت 12:28

سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان – کابل پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان – کابل پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د سلواغې ۱۱ مه پر یاده لویه لار د پروان ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د دکو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د میربچه کوټ ولسوال عبدالرحیم راشد وايي، مسافر وړونکی بس موټر له کابله- شمال ته پر لار و، چې په یاده سمیه کې له سرکه واوښت او چپه شو.

نوموړي ویلي، چې په دغه پېښه کې ۱۴ تنه مسافر ټپیان شوي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي.

د ولسوال په خبره ټپیان کابل کې ایمرجنسۍ روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 112980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com