امریکا او برېتانیا د سولې پر بین الاافغاني مذاکراتو ټینګار کړی

13 دلو 1397 ساعت 8:20

امریکايي او برېنانوي چارواکو پر افغان سوله د خبرو تر څنګ د دغه خبرو پر بین الاافغاني کېدو باندې ټينګار کړی دی.


امریکايي او برېنانوي چارواکو پر افغان سوله د خبرو تر څنګ د دغه خبرو پر بین الاافغاني کېدو باندې ټينګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر افغان سوله د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار تر منځ خبرې شوې دي.

دوی په لندن کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ په غونډه کې تر ګډون وروسته یې په یوه ناسته کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

زلمی خلیلزاد وايي، د تماس نړیوال ګروپ په غونډه کې د افغانستان سوله، امنیت، ټاکنې پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه او خبرې وشوې.

نوموړي په دې غونډه کې تر ګډون وورسته په ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره هیله مند دی.

هغه په دې ټوېټ کې ویلي، چې تر یادې غونډې ورووسته یې د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډویل سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

خلیلزاد وايي، سیډول د افغان سولې په تړاو له روانو هڅو ملاتړ وکړ او دواړو لوریو پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.

باید و ویل شي، چې لندن کې د تماس نړیوال ګروپ په غونډې ته د افغانستان د سولې عالي شورا ددار الانشاء رییس او د ولسمشر ځآنګړی استازی عمر داوودزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان او د یو شمیر نورو هیوادونو استازو ورغلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 113003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com