امریکايي او برېنانوي چارواکو پر افغان سوله د خبرو تر څنګ د دغه خبرو پر بین الاافغاني کېدو باندې ټينګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر افغان سوله د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار تر منځ خبرې شوې دي.
دوی په لندن کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ په غونډه کې تر ګډون وروسته یې په یوه ناسته کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
زلمی خلیلزاد وايي، د تماس نړیوال ګروپ په غونډه کې د افغانستان سوله، امنیت، ټاکنې پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه او خبرې وشوې.
نوموړي په دې غونډه کې تر ګډون وورسته په ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره هیله مند دی.
هغه په دې ټوېټ کې ویلي، چې تر یادې غونډې ورووسته یې د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډویل سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد وايي، سیډول د افغان سولې په تړاو له روانو هڅو ملاتړ وکړ او دواړو لوریو پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.
باید و ویل شي، چې لندن کې د تماس نړیوال ګروپ په غونډې ته د افغانستان د سولې عالي شورا ددار الانشاء رییس او د ولسمشر ځآنګړی استازی عمر داوودزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان او د یو شمیر نورو هیوادونو استازو ورغلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل