۰

د امریکا سنا مجلس په غوڅ اکثریت د ځواکونو د ایستلو طرحه رد کړه

شنبی ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د امریکا متحده ایالاتو مشرانو جرګې یا سنا مجلس په غوڅ اکثریت سره له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو طرحه رد کړه.
د امریکا سنا مجلس په غوڅ اکثریت د ځواکونو د ایستلو طرحه رد کړه
د امریکا متحده ایالاتو مشرانو جرګې یا سنا مجلس په غوڅ اکثریت سره له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو طرحه رد کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ څه موده مخکې له سوریې او افغانستان د ځواکونو د ایستلو اعلان کړی و او په دې اړه یې یوه طرحه وړاندې کړې وه.

ټرمپ وړمه ورځ یو ځل بیا و ویل، چې په افغانستان کې د سولې خبرې ښې روانې دي او که موافقه وشي، نو امریکایان به خپل کور ته راستانه کړو.

خو د امریکا سنا مجلس د غړو په اکثریت سره له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ طرحه رد کړې ده.

سناتورانو په دې هلکه یوه لایحه چې د کینټکي ایالت سناتور میچ مکنیل لیکلې وه، د ۲۳ په مقابل کې د ۶۸ رایو په اساس ومنل شوه چې راتلونکې به د مشرانو جرګه کې تصویب شي.

د امریکا د سنا جرګې جمهوري پاله د اکثریت مشر میچ مکنېل د تېري جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د سنا له غړو غوښتي، چې ولسمشر ټرمپ ته په کلکه و وایي، چې له افغانستان او سوریې ځواکونه ونه باسي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې امریکا ځکه باید ځواکونه ونه باسي، چې سختدریځې اسلامي ډلې په دواړو هېوادونو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته جدي خطر پېښوي.

هغه په خپلو خبرو زیاته کړې ده« موږ د نړۍ ژاندارم (پولیس) نه یوو، خو موږ د ازادې نړۍ مشران یوو او دا د امریکا مسوولیت دی چې د نړیوال تروریزم پر ضد د نړیوال ايتلاف مشري وکړي او زموږ له متحدانو سره ودرېږي.»

د امریکا د سنا مشر وايي، د پراخ منځني ختیځ د امنیت په لایحه کې یې د تعدیل وړاندیز هم کړی، چې پر بنسټ به یې تر هغه پورې د امریکايي پوځیانو پر حضور ټینګار شوی، چې القاعده، داعش او نورې سختدریځې ډلې ماتې شوې نه وي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې دا په دوه میاشتو کې دننه دویم ځل دی چې د مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ د تګلارې پر ضد رایه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي