فراه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

13 دلو 1397 ساعت 9:22

د کورنیو چارو وزات فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزات فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، افغان ځواکونو پرون (جمعه) د فراه په خاک سفید او پشتکو ولسوالیو کې د طالبانو پر پټنځاینو عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۸ تنه نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د قاضي قاري عبدلقادر په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر او یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com