یونیسف:

کابو څلور میلیونه افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

14 دلو 1397 ساعت 14:41

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ټولټال ۶.۳ میلیونه وګړي، چې ۳.۸ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.


له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ټولټال ۶.۳ میلیونه وګړي، چې ۳.۸ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې چارواکو نن یکشنبې د سلواغې ۱۴ مه هرات کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې له دغه ډلې ۵۷۰ زره ماشومان لومړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې مشرې ادیل خودر وايي، جګړې، وچکلۍ، سخت ژمي، د خوړو د مسونیت د کچې ټیټوالی هغه څه دي، چې د ماشومانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.

نوموړي و ویل، چې د روان وضعیت او یادو ستونزو له امله په افغانستان کې د فقر او بېوزلی کچه ۳۹ سلنې ته لوړه شوې او تر څنګ یې دا مهال لس میلیونه افغانان د ښوونې او روزنې ترڅنګ له لومړنیو خدماتو څخه بې برخې دي.

دغه راز د یونیسف مشرې دا هم و ویل، چې له هرو لسو افغان ماشومانو څخه درې تنه یې د رواني ناروغیو څخه کړیږي او له پنځو کلونو څخه د کم عمر شااوخوا ۶سوه زره ماشومان له مضموني خوارځواکۍ سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com