ډنمارک له افغانستان سره درې میلیونه ډالر مرسته کوي

15 دلو 1397 ساعت 8:53

ټاکل شوې د ډنمارګ شاهي دولت د تغذیې د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په موخه له افغانستان سره درې میلیونه ډالر مرسته وکړي.


ټاکل شوې د ډنمارګ شاهي دولت د تغذیې د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په موخه له افغانستان سره درې میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته د افغانستان له کرنې او مالدارۍ وزارت سره کوي او د دغه وزارت له خوا به ولګول شي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، ددې مرستې هوکړه لیک په کابل کې د ډنمارک سفیر نیکولای پیټرسن او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس راجندرا آریال ترمنځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د عمومي رییس سید مجدود ریحان په موجودیت کې لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرسته د تغذیې د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په پار له افغانستان سره کېږي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ویلي، د ډنمارک ددې مرستې څه باندې ۱۴۲ زره ډالر یې بېړنیو حالاتو سره د مبارزې په پار په شپږو ولایتونو کې لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com