ټاکل شوې د ډنمارګ شاهي دولت د تغذیې د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په موخه له افغانستان سره درې میلیونه ډالر مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته د افغانستان له کرنې او مالدارۍ وزارت سره کوي او د دغه وزارت له خوا به ولګول شي.
د کرنۍ او مالدارۍ وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، ددې مرستې هوکړه لیک په کابل کې د ډنمارک سفیر نیکولای پیټرسن او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس راجندرا آریال ترمنځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د عمومي رییس سید مجدود ریحان په موجودیت کې لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرسته د تغذیې د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب په پار له افغانستان سره کېږي.
د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ویلي، د ډنمارک ددې مرستې څه باندې ۱۴۲ زره ډالر یې بېړنیو حالاتو سره د مبارزې په پار په شپږو ولایتونو کې لګول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل