۰
عمر داودزی:

د سولې لپاره په پاشلې توګه هڅې سولې ته خنډونه جوړوي

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، په یوه وخت کې څو ځایه او په پاشلې توګه د سولې لپاره هڅې سوله زیانمنوي.
د سولې لپاره په پاشلې توګه هڅې سولې ته خنډونه جوړوي
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزی وايي، په یوه وخت کې څو ځایه او په پاشلې توګه د سولې لپاره هڅې سوله زیانمنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي له بي بي سي سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په پاشلکې توګه د سولې لپاره هڅې نه یوازې دا چې له سولې سره مرسته نه شي کولی، بلکې سولې ته نور خنډونه هم جوړوي.

نوموړي ټینګار کوي، چې د افغانستان د ستونزې یوازینې حل لار بین الافغاني مذکرات دي، چې باید د افغان حکومت په مشرۍ تر سره شي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیمه ییزه اجماع شته او تر پخوا پیاوړې شوې، خو اړتیا ده، چې په کور د ننه هم د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره اجماع رامنځ ته شي.

هغه پر کور د ننه ټولو سیاسي کړیو غږ کړي، چې باید د حکومت په مشرۍ د سولې خبرې ومني او له داسې خبرو ملاتړ وکړي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره کېږي.

د سولې د عالي شورا په وینا دا چې په یوه وخت کې په پاشلې توګه د سولې له پاره هڅې وشي، مثبته پایله به ونه لري، بلکې د ریښتینې سولې پر وړاندې به لا نور خنډونه هم راپورته کړي.

عمر داودزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې سبا او بله ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي.

دغه غونډې ته یو شمېر افغان سیاسیونو او د ځینو ګوندونو او دغه راز د طالبانو استازي وربلل شوي، خو د افغان حکومت او سولې عالي شورا استازو ته په کې د ګډون بلنه ده ورکړل شوې.

ښايي د مسکو په کېدونکې غونډه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد حنیف اتمر، محمد محقق، عطامحمد نور، حکمت خلیل کرزی، ذبیح الله مجددي، سید حامد ګیلاني، ګلبدین حکمتیار، پخوانی دفاع وزیر شهنواز تڼۍ، پخوانی طالب چارواکی مولوي عبدالسلام ضعیف، اسماعیل خان او د طالبانو د قطر دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزی ګډون ولري.

مسکو وايي، دغه غونډه د دوی په ابتکار نه بلکې، هلته د مېشتو افغانانو د یوې ټولنې په نوښت او کوربه توب جوړېږي، چې د روسیې د حکومت او بل هېڅ هېواد استازي به په کې ګډون ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي