د افغان ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو کوپون ورکړه پیل شوه

15 دلو 1397 ساعت 10:36

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغان ځواکونو او ترهګیریزه پېښو د شهیدانو وارثینو ته د خوراکي توکو کوپون د ورکړې لړۍ پیل کړه.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغان ځواکونو او ترهګیریزه پېښو د شهیدانو وارثینو ته د خوراکي توکو کوپون د ورکړې لړۍ پیل کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه خبر پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي، چې دغه لړۍ نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه د ولسمشر غني له خوا پیل شوه.

نوموړي ویلي، چې دغه لړۍ په لومړي ځل کابل کې د اړونده ادارو په همکارۍ ۱۲ زره شرایط وړ کورنیو ته پيل شوه، چې وروسته به ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

مرتضوي زیاته کړې، چې په کوپون کې اوړه، ورېجې، غوړي، چای، بوره، نسک شامل دي، چې د کوپون د کتابچې په لیدنې سره به هره میاشت د شهیدانو ورثې ته ورکول کېږي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره جدې میاشت کې د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د ورکړې حکم صادر کړی وو.

د دغه حکم له مخې، دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته دنده سپارل شوې وه، د شهیدانو د ورثه لېست د ولایتونو په تفکیک سره راټول او د ملي تدارکاتو کمېټې ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com