پر انټرکانټنینټال هوټل د برید په تړاو ۲۱ تنه پر بند محکوم شول

16 دلو 1397 ساعت 8:02

د افغانستان لوی څارنوالۍ په کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل د تېر کال په برید کې د لاس لرولو په تور ۲۱ تنه په بند محکوم کړي دي.


د افغانستان لوی څارنوالۍ په کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل د تېر کال په برید کې د لاس لرولو په تور ۲۱ تنه په بند محکوم کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر انټرکانټنینټال هوټل تېر کال وسله وال ډلیز ځانمرګی برید وشو، چې په کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه و وژل شول.

له دغه برید وروسته ملي امنیت د پېښې د عاملینو لپاره لاس په کار شو او جدي پلټنې یې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان ونیول شول.

لویه څارنوالۍ وايي، په نیول شویو کسانو کې ۸ تنه وسله وال طالبان او ۱۳ تنه د کابل – بلخ د امنیتي شرکت کارکوونکي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، دوی توانېدلي، چې د پېښې اصلي طراح وپېژني او هغه هم په یوه ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه نیول شوې ډله ده.

نوموي زیاته کړه، چې په محکوم شویو کسانو کې ۸ وسله والو طالبانو ته له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې بند او دغه راز د کابل – بلخ امنیتي شرکت ۱۳ کارکوونکو ته له دوه تر پنځو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.

د رسولي په خبره ۸ تنه طالبان هوټل ته د برید کوونکو د لېږد او د چاوېدونکو توکو د برابرولو په تور په جزا محکوم شول، خو د امنیتي شرکت کارکوونکو ته بیا د وظیفوي غفلت له امله سزا اورول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com