د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې د ننګرهار والي حیات الله حیات د کندهار د والي په توګه او شامحمود میاخېل د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې شاه محمود میاخېل د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې د ننګرهار والي حیات الله حیات و، خو اوس هغه د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
باید و ویل شي، چې حیات الله حیات تر دې وړاندې لومړی د میدان وردګو والي و، چې وروسته هلمند ولایت ته تبدیل او له هغه ځایه بیا ننګرهار ولایت ته د والي په توګه ولېږل شو.
نوموړی او تازه د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې د کندهار والي جنرال زلمي ویسا و، خو هغه د کندهار پر وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پر مهال سخت ټپي شو.
جمهور خبري آژانس:کابل