۰

ازبکستان د افغان سولې د خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی

چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایي، هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دي.
ازبکستان د افغان سولې د خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایي، هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاملوف دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي.

باید و ویل شي، چې یاماموتو اوسمهال ازبکستان ته پر سفر تللی او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي هغه له ازبک چارواکو سره د یو لړ نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه وایي، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی چې دا مهال د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه کې دی سبا ازبکستان ته ولاړ شي.

ویل کېږي ښاغلی کرزی د دې لپاره ازبکستان ته ځي، تر څو د هغه هېواد له چارواکو سره د مسکو غونډې ته ورته په ازبکستان کې هم یوه غونډه جوړ شي.

د راپورونو پر اساس کرزی هڅه کوي، چې د ازبکستان په غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې امریکا او طالبانو هم په ازبکستان کې د غونډې پر جوړېدو سلا کړې او ویلي یې دي، چې ازبکستان د سولې د خبرو لپاره مناسب ځای دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي