د بخښنې نړیوال سازمان تخار کې د خبریالانو د وژلو د څېړنې غوښتنه کړې

18 دلو 1397 ساعت 8:30

په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوه خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزه څېړونو غوښتنه کړې ده.


په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوه خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزه څېړونو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت په مرکز تلقانو ښار کې د همصدا په نوم په یوه راډیو وسله وال برید وشو.

د راډیو د مسوولینو پر وینا وسله وال د راډیو دفتر ته ننوتي و، او یو وړاندې کوونکی او یو خبریال یې په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.

د راډیو مسوولین او پولیس وايي، تر اوسه د دغه برید انګېزه نه ده معلومه.

په افغانستان کې د بخښني نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو وژل کېدل غندلي دي او په دې  اړه یې، د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان د پلټنې د څانګې مسوول زمان سلطاني‌ ویلي چې افغان حکومت باید د ژورنالستانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com