پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د سولې پروسې او افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید جرګه راوبلل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د روسیې له سپونتیک خبري آژانس سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د لویې جرګې د رابللو لپاره اوس ښه زمینه برابره شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د سولې پروسه کې باید د ټولو لورو نظرونه واخستل شي او اړتیاده چې د سولې ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوبلل شي.
ښاغلي کرزي ویلي«د لویې جرګې د دایرېدو شرایط برابر دي، لویې جرګې په ناوړه او اضطراري شرایطو کې جوړېږي خو باید د لویې جرګې د جوړېدو پر ځای هم غور وشي، پخوا مې هم دا غوښتنه کړې وه او په اوسنیو شرایطو کې هم باید د افغانستان خلک وروستۍ پرېکړه وکړي، چې تر ټولو ښه مرجع یې لویه جرګه ده.»
دی په افغان سولې کې د امریکا رول مهم بولي، خو وایي په دې پروسه کې باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمې نور هیوادونه هم ښکېل او د هغوی رول ته پام وشي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، د سولې لپاره باید ښکېل لوري انعطاف وښي او د اساسي قانون د تعدیل ترڅنګ هغه موارد چې قانوني ستونزه نه لري باید پرې تفاهم رامنځ ته شي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پرضد د نه کارونې په تړاو قوي ضمانت ورکړل شي.
ښاغلي کرزي دا هم ویلي، چې له افغانستانه، د بهرینو ځواکونو وتل له نړۍ سره د افغانستان اړیکو د پریکون په مانا نه دی، بلکې د سولې له ټینګښت وروسته باید راتلونکی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي.
جمهورخبري آژانس:کابل