ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته تللی

21 دلو 1397 ساعت 12:47

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ښاغلي غني به د شینوارو د پنځو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او دیني عالمانو سره وکتل.

ښاغلي غني د اچین، غني خيلو، نازيان او مومند درې له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.

باید و ویل شي، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 113295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com