۰

ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته تللی

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.
ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ښاغلي غني به د شینوارو د پنځو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او دیني عالمانو سره وکتل.

ښاغلي غني د اچین، غني خيلو، نازيان او مومند درې له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.

باید و ویل شي، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي