۰

روسیه افغان پوځ ته وړیا چورلکې نه ورکوي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد به یې افغان پوځ ته وړیا چورلکې ور نه کړي.
روسیه افغان پوځ ته وړیا چورلکې نه ورکوي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد به یې افغان پوځ ته وړیا چورلکې ور نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي افغان حکومت یا امریکا باید د افغان پوځ لپاره د څرخکو د پېرلو په پار مسکو ته پیسې ورکړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د روسیې پوځ خپله څرخکو ته اړتیا لري او که چېرې افغان حکومت غواړي خپل پوځ ته چورلکې تر لاسه کړي باید له کوم بل ځایه پیسې ورته پیدا کړي.

هغه دا هم ویلي، چې دا مهال د کابل او مسکو اړیکې هم دومره ښې نه دي، چې د افغان حکومت مشرتابه دې له روسیې د سوغات غوښتنه وکړي.

کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا په پام کې لري تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاګ چورلکې ورکړي.

امریکا تر اوسه پورې ۱۶ بلک هاګ چورلکې افغان پوځ ته ورکړې دي.

د روسیې ځانګړې استازي همدې ته په اشارې ویلي، چې دا په امریکا پورې اړه لري، چې د روسیې څرخکو پر ځای خپلې ورکوي که نه، خو روسیه په هېڅ صورت کې افغانستان ته وړیا چورلکې نه شي ورکولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي