۰
عبدالله:

د سولې لپاره له خپلې چوکۍ هم تېر یم، تر چې طالبان سوله ونه کړي دښمن دي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د رېښتینې او تل پاستې سولې لپاره چمتو دی له خپلې څوکۍ هم تېر شي.
د سولې لپاره له خپلې چوکۍ هم تېر یم، تر چې طالبان سوله ونه کړي دښمن دي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د رېښتینې او تل پاستې سولې لپاره چمتو دی له خپلې څوکۍ هم تېر شي.

خو په وینا تر چې طالبانو رښتینې سوله هغه هم له افغان حکومت سره د بین الاافغاني خبرو له لارې نه وي کړې، د دښمن په سترګه به ورته کتل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه د وزیرانو شورا په اونیزه غونده کې وکړې.

نوموړي و ویل، هغه ډله چې د افغان ولس پر وړاندې جګړه کوي، دښمن دی او پر دې اړه د بیا فکر کولو اړتیا نشته ده.

د هغه په وینا طالبان به هغه مهال په دوست بدل شي، چې د افغان ولس پر ضد خپل جنایتونه پای ته ورسوي او خپلې اړیکې له نورو ترهګرو ډولو سره پرېکړي.

ښاغلي عبدالله وویل«که طالبان دغه کار وکړي، نو د ولس د سترګو تور به شي.»

ډاکتر عبدالله و ویل، چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د سولې بې قید و شرطه طرحه وړاندې کړې او طالبانو ته هم پکار ده، چې له سرزوری لاس واخلي او بین الاافغاني خبرو ته کېني.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که په افغانستان کې په رېښتینې توګه او تل پاتې سوله راځي نو دی له خپلې څوکۍ هم ورته تېر دی.

هغه په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو ورستیو لاس ته راوړڼو ته په اشارې زیاته کړه، چې د وسله والو پر وړاندې د افغان ځواکونو لاس ته راوړڼې د ستایلو دي او عملیات به دوام ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی و، چې څوک د افغان ولس او افغان دولت پر ضد وسله پورته کوي، ویې ولي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي