۰

د زابل د شهر صفا لپاره طالب ولسوال نیول شوی دی

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
راپورنه وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په دغه ولایت کې نیولي دی.
د زابل د شهر صفا لپاره طالب ولسوال نیول شوی دی
راپورنه وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په دغه ولایت کې نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې نیول شوی طالب ولسوال عبدالصمد درانی نومېږي او د زابل ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې نیول شوی.

امنیتي سرچینې وايي، دغه طالب ولسوال له افغان امنیتي او دفاعی ځواکونو سره تر یوې سختې نښتې وروسته نیول شوی دی، خو د وخت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

راپورونه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د عبدالصمد دراني پنځه ساتونکي هم وژل شوي خو افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان کې د طالبانو اکمالاتي مسوول هم د ځانګړو افغان پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي