۰

کرکټ بورډ د دغه بورډ اجرائیوي رییس ستانکزی له دندې لرې کړ

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۹
د افغانستان د کرکټ بورډ په وړاندیز او د ولسمشرمحمد اشرف غني د حکم پر اساس د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس شفیق الله ستانکزي له دندې لرې کړای شو.
کرکټ بورډ د دغه بورډ اجرائیوي رییس ستانکزی له دندې لرې کړ
د افغانستان د کرکټ بورډ په وړاندیز او د ولسمشرمحمد اشرف غني د حکم پر اساس د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس شفیق الله ستانکزي له دندې لرې کړای شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ رییس فضلي نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبري غونده کې د ستانکزي د لرې کولو اعلان وکړ.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان کرکټ بورډ د بنسټ لیک (له مخې، د دغې ادارې د مشرتابه د وړاندیز او جلالتماب ولسمشر اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي کاري دوره پای ته رسېدلې ده او نور له کرکټ بورډ سره دنده نه شي تر سره کولی.

د هغه په وینا کرکټ بورډ د ستانکزي پر ځای د غوراوي کمېټې پخوانی غړی اسدالله خان د سرپرست اجراییه رییس په توګه په دنده ګومارلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اسدالله خان به د راروان نړیوال جام تر پای ته رسېدو پورې د سرپرست اجرائیوي رییس په توګه خپله دنده مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي