۰
ولسمشر غني:

د کب میاشتې اخر کې پر افغان سوله لویه مشورتي غونډه جوړېږي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۲
افغان ولسمشر اشرف غني د سولې عالي شورا ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې پر افغان سوله د خبرو لپاره یوه لویه مشورتي غونډه جوړه کړي.
د کب میاشتې اخر کې پر افغان سوله لویه مشورتي غونډه جوړېږي
افغان ولسمشر اشرف غني د سولې عالي شورا ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې پر افغان سوله د خبرو لپاره یوه لویه مشورتي غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه یې ارګ کې د سولې په تړاو یوې مشورتي غونډې ته وینا کوله و ویل، چې سوله د ولس لومړۍ اړتیا او د دغه ملي پروسې په برخه په ملي کچه مشورو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي ته لارښوونه وکړه، چې د سولې په تړاو د راتلونکې کب میاشت په پای کې یوه لویه مشورتي غونډه جوړه کړي.

د ښاغلي غني په وینا دا باید یوه داسې غونده وي، چې د ولس د ټولو قشرونو استازي او د ولس ریښتینې استازي په کې برخه ولري.

ولسمشر و ویل«په مشوره کې زیان نشته، غوښتنه مې د سولې عالي شورا څخه داده، چې یوه داسې لویه مشورتي غونډه جوړه کړي، چې د افغان ټول برجسته خلک او د بېلا بېلو قشرونو استازي یې مېلمانه وي بېلا بېلو غږونو ته اړتیا نشته ټولو ته همدا یو غږی دی، چې راشي په دغه غونده کې برخه واخلي موږ څوک نه ټاکو.»

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې په هېواد کې تل پاتې او باغزته سوله د موقت حکومت په رامنځ ته کولو نه بلکې، د ملت د ملي ګټو او ملي غوښتنو پر اساس رامنځ ته کېدای شي، چې حکومت هم همدا طرحه وړاندې کړې ده.

ولسمشر و ویل، چې سوله په احساساتو نه نشي راتلای بلکې د تل پاتې سولې لپاره په تدبیر ګامونه پورته کړی شي، او تېرې تېروتنې بیا تکرار نه شي.

ولسمشر غني د سولې په تړاو د مسکو غونډې ته په اشارې سره و ویل، چې له ملي اجماع او د ولس له غوښتنې او ملي ګټو پرته افغانستان ته تل پاتې سوله نه شي راتلای.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې سوله غواړي نه په مسکو کې او زیاته یې کړه، هغه څوک چې د موقت حکومت خوبونه ویني بیا دې فکر وکړي.

ولسمشر غني و ویل«ځینې وايي، چې څوکۍ پرېږده خو زما غږ ورته دا دی، چې د ولسمشرۍ څوک د ولس اړوند ده او د غني شخصي مال نه دی، چې چا ته یې وبښي خو رادشي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د برخه واخلي، ملت چې پر چا لاس کېښود زه به څوکۍ ورته خوشې کړم.»

دغه راز ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې له دې هم خبر ورکړ، چې د کابل پروسې په درېیم کنفرانس کې به د سولې له تړون وروسته د افغانستان پر خپلو پښو درېدو هم جدي کار پیل شي.

ښاغلي غني و ویل، چې په دې برخه کې اروپايي ټولنې د پوره همکارۍ ژمنه ورکړې او دولت هم پرې جدي کار پیل کړی دی.

هغه و ویل«نور باید موږ په خپلو پښو ودرېږېزو تر څو به د نورو په مرستو تکیه کو، متل دی، چې پردی کټ تر نیمو شپو وي، راځۍ خپل کټ جوړ کړو، چې ټوله شپه پرې ویده شو.»

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې طالبانو ته د دفتر ورکولو او له هغوی سره هر ډول خبرو ته چمتو دی او له طالبانو غواړي، چې بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

افغان ولسمشر د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په روڼوالي هم ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي، او هغه څوک چې مداخله کوي، باید ملت ته ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي