سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د یادې کورنۍ ۱۴ تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه تېره شپه د سلواغې ۲۲ مه د تخار ولایت د دشت کلا ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د تخار د والي ویاند جواد هجري
جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې او به یاده سیمه کې د استوګنې په یوه کور لګېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرمۍ د لګېدو له امله د دغه کورنۍ درې غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، چې له امله یې د یادې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:تخار