کورنیو چارو وزارت جنرال دین محمد جرئت ۷۲ وخت ورکړی

23 دلو 1397 ساعت 11:04

د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې خپل غیز مسوول وسله وال کسان او حکومتي وسلې او وسایل پولیسو ته وسپاري.


د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې خپل غیز مسوول وسله وال کسان او حکومتي وسلې او وسایل پولیسو ته وسپاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، څو تنه غیر مسوول وسله وال کسان چې په کابل کې د عامه نظم او قانون ماتونې سبب کېږي، د جنرال جرئت دي.

د یاد وزارت په ابلاغیه کې ویل شوي، دا چې پر ټولو د قانون تطبیق او د عامه نظم ساتنه د پولیسو دنده ده، نو د کورنیو چارو له جنرال دین محمد جرئت ورڅخه غواړي چې وسلې او پوځي وسایط له خپلو غیر قانوني وسله والو کسانو سره په ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته تسلیم کړي.

باید و ویل شي، چې امنیتي ځواکونو پرون د کارته پروان په سیمه کې د جنرال جرئت کور هم د تلاشۍ په موخه کلابند کړی و، خو هغه ورته ویلي و، چې خپلې وسلې او حکومتي وسایل به حکومت ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com