د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن په بروکسل کې پیلېږي

24 دلو 1397 ساعت 9:11

د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر منځ دوه ورځنۍ غونده نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه پیل شي.


د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر منځ دوه ورځنۍ غونده نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه دوه ورځنې غونده کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وشي.

د ناټو چارواکي وايي، د افغانستان په اړه به یې خبرې اترې تر ډېره د سولې د روانې پروسې او دغه راز له افغانستان سره د ناټو تړون پر ملاتړ راڅرځي.

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت هم وارزوي او پر هغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې او مرستې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com