پارلماني ټاکنو ته یو نوماند د اسنادو د جعل په تور نیول شوی دی

24 دلو 1397 ساعت 11:50

کورنیو چارو وزارت وايي، پارلماني ټاکنو ته یو نوماندان چې د محکمې له خوا د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شوی و، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پارلماني ټاکنو ته یو نوماندان چې د محکمې له خوا د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شوی و، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه نوماند د پکتیکا ولایت اوسېدونکی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې نوماند و خو د اسنادو د جعل او تذویر په تور د محکمې له خوا په پنځه کاله بند محکوم شوی وو.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کس غوښتل د حیرات بندر له لارې له هېواده پښې سپکې کړي، خو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ د بلخ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو خوا وپېژندل شو او ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، دغه کس ولسي جرګې ته یو له نوماندانو څخه وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com