۰

پارلماني ټاکنو ته یو نوماند د اسنادو د جعل په تور نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
کورنیو چارو وزارت وايي، پارلماني ټاکنو ته یو نوماندان چې د محکمې له خوا د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شوی و، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
پارلماني ټاکنو ته یو نوماند د اسنادو د جعل په تور نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، پارلماني ټاکنو ته یو نوماندان چې د محکمې له خوا د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شوی و، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه نوماند د پکتیکا ولایت اوسېدونکی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې نوماند و خو د اسنادو د جعل او تذویر په تور د محکمې له خوا په پنځه کاله بند محکوم شوی وو.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کس غوښتل د حیرات بندر له لارې له هېواده پښې سپکې کړي، خو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ د بلخ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو خوا وپېژندل شو او ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، دغه کس ولسي جرګې ته یو له نوماندانو څخه وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي