۰

روسیه وايي چمتو ده طالب مشران له تور لېست وباسي

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو چمتو دی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د طالب مشران ایستلو کې مرسته وکړي.
روسیه وايي چمتو ده طالب مشران له تور لېست وباسي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو چمتو دی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د طالب مشران ایستلو کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف وايي، که د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړ وایستل شي، نو د طالبانو استازي به دیپلوماتیکو هلوځلو کې ازادي ومومي او ورسره به د سولې پروسه چټکه شي.

خو د طالب مشرانو نومونه یوازې هغه مهال د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل امکان لري، چې افغان حکومت په رسمي ډول له دغه شورا یاده غوښتنه وکړي.

کابلوف همدې موضوع ته په اشارې ویلي، که څه هم مسکو په دې برخه کې چمتو دی، خو په وینا یې د له تور لېست د طالب مشرانو ایستل د امنیت شورا د ۱۵ دایمي غړو ګډې موافقې ته اړتیا لري.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې افغان حکومت اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مسکو ته د طالبانو د سفر په اړه رسمي اعتراض وکړ.

افغان حکومت وايي، د طالبانو ځینې غړي پر دې ډلې د ملګروملتو له بندیزونو سره سره د مسکو غونډې ته لاړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي