ټرمپ د بېړني حالت د نافذولو سند لاسلیک کړ

27 دلو 1397 ساعت 9:56

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټول هېواد کې د بېړني حالت د اعلان سند په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټول هېواد کې د بېړني حالت د اعلان سند په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د فبرورۍ ۱۵ مه دا سند لاسلیک کړی او ویلي یې دي، ځکه یې دغه سند لاسلیک کړی، چې امریکا د نشه يي توکو، وسله والو ډلو او وګړو د اشغال سره مخ ده.

د ټرمپ د بېړني حالت د اعلام په سند کې لیکل شوي، چې د امریکا په جنوبي سرحد کې امنیتي او بشري بحران روان دی چې د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی او په ملي کچه بېړنی حالت ېې پېښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي«“موږ به نن د ملي اضطراري حالت اسناد لاسلیک کړو چې ډېر ښه کار دی، ځکه چې موږ د مخدرو موادو، وسله والو ډلو، د وګړو له لوري له اشغال سره مخامخ یوو او دا د منلو وړ نه دي.»

باید و ویل شي، د بېړني حالت له اعلام سره ډونالد ټرمپ دې ته اړ نه دی، چې د کانګرس مرستې ته ودرېږي او د دې صلاحیت پېدا کوي چې د دېوال جوړولو لپاره له نورو ادارو پېسې ترلاسه او مصرف کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com