۰

ولسمشر غنی له سټولټنبرګ، موګریني، ویلیامسن، آل ثاني او قرقاشي سره لیدلي

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د اروپايي تولنې له مشرۍ فدریکا موګریني، د برېتانیا له دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او په بهرنیو چارو کې د اماراتو د دولت له وزیر انور محمد قرقاشي سره کتلي دي.
ولسمشر غنی له سټولټنبرګ، موګریني، ویلیامسن، آل ثاني او قرقاشي سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د اروپايي تولنې له مشرۍ فدریکا موګریني، د برېتانیا له دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او په بهرنیو چارو کې د اماراتو د دولت له وزیر انور محمد قرقاشي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنې چې د جرمني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې تر سره شوې ولسمشر غني له یادو چارواکو سره د افغان سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ارګ وايي، د غني او سټولټنبرګ تر منځ ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، د افغان پوځیانو پر روزنې، سولې او راتلونکي مشورتي لویې جرګې خبرې کړې دي.

سټولټنبرګ ویلي ناټو د افغانستان د ثبات لپاره د خلکو تر څنګ ولاړه ده او دغه هېواد ته د امنیت او سولې تر راتګ پورې به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه روانه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې ناټو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان پوځ تر څنګ ولاړه ده او د سولې په برخه کې د اخیستل کېدونکي هر ګام ملاتړ هم کوي.

هغه زیاته کړې، ناټو د سولې هغه خبرې مني او درناوی ورته لري، چې په هغه کې افغانان حضور ولري او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

د ولسمشر محمداشرف غني او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې فدریکا موګریني ناسته کې د کابل پروسې د ناستې، د سولې مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

 موګریني ویلي، اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د سولې پروسې د هوکړې د تطبیق په ټولو پړاوونو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې زیاته کړې، اروپایي ټولنه د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

ولسمشر غني په دې کتنه کې له افغانستان سره د همکاریو په برخه کې د اروپایي ټولنې د همکاریو او رغنده رول څخه مننه کړې او په سیمه کې د سولې د تامین لپاره یې د دې ټولنې رغنده رول ارزښتمن بللی.

د ولسمشر غني او د برېتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن تر منځ هم پر افغان سوله او په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې شوې دي.

 ګاوین ویلیامسن ویلي، چې هېواد به یې د یوه ستراتېژیک دوست په توګه د افغانستان او افغانانو تر څنګ پاتې شي او خپلو مرستو او ملاتړ ته به دوام ورکړي.

بل خوا ښاغلي غنی او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو او سولې ټینګار کړی دی.

په دغه لیدنه کې د قطر امیر ویلي، هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

قطر د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د سترې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شي.

په ورته وخت کې ښاغلي غني په بهرنیو چارو کې د اماراتو د دولت له وزیر انور محمد قرقاشي سره لیدنه کې هم د افغان سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د اړیکو په اړه خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ او همکاري کوي.

ولسمشر غني هم د افغان سولې د ملاتړ په پار له ټولو مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان د خپل هېواد د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسېدو ته انتظار باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي