۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

موږ د یوه اختراع شوي هېواد وګړي نه یو، نه افغانان د تسلیمېدو خلک دي

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه بحث کې ویلي افغانستان د چا اختراع شوی هېواد نه دی او نه هم افغانان د تسلیمېدو خلک دي.
موږ د یوه اختراع شوي هېواد وګړي نه یو، نه افغانان د تسلیمېدو خلک دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه بحث کې ویلي افغانستان د چا اختراع شوی هېواد نه دی او نه هم افغانان د تسلیمېدو خلک دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب دغه څرګندونې د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس څنډې په يوه ځانګړي بحث کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په کې و کړې دي.

نوموړي د افغانستان په تېره ١٧ کلنه جګړه کې د ملي دفاعي ځواکونو، د امريکا او نړيوالو متحدينو د هغو سرښندنو او قربانيو چې په هېواد کې يې د امنيت او ثبات لپاره ورکړې دي، ستاینه کړې ده.

هغه ويلي چې افغان ځواکونه د معاش لپاره جګړه نه کوي، بلکې يوه موخه لري چې هغه له خپل هېواد، خاورې او ارزښتونو دفاع ده، خو زیاتوي چې طالبان بیا داسې هدف نه لري.

د ملي امنيت سلاکار وايي، افغان ځواکونه مرګ ژوبله نه، بلکې قرباني ورکوي چې باید رسنۍ دغه اړخ ته پام وکړي.

محب زياته کړې«څو چې په هېواد کې يو افغان هم پاتې وي، قربانۍ به یې دوام ولري او خپله خپلواکي به ساتي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سترګو ته مخامخ ګوري او ورته وايي، افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان نه‌ دی او له ۲۰۰۲ میلادي کال سره خورا په توپير هېواد دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار قریشی ته ورپه یادوي او وايي، ځينو ګاونډيانو خپل تاريخ هېر کړى، افغانان نه چا ته تسليم شوي او نه هم له دې وروسته تسلیمېږي.

نوموړی قرېشي ته مخ واړوي او وايي، موږ اوس بلاک یا بند هېواد نه‌ یو او افغانستان له نورو هیوادونو سره ښې تجارتي اړیکې لري.

هغه زیاتوي«موږ خپل حاکمیت کې دومره جدي یو چې ګاوندیان یې اندازه لګولی شي، زموږ هېواد یو داسې هېواد دی‌‌‌‌‌‌، چې پر قربانیو جوړ شوی، نه دا چې چا اختراع او جوړ کړی وي، زموږ یوازې ۴۵ زره عسکر وژل شوي نه بلکې ځانونه یې د خپل وطن نه قربان کړي او دا هرڅه د ارزښتونو د ساتلو په هدف، موږ به له خپلو ارزښتونو یو قدم هم شاته نه‌شو.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د سولې په اړه وايي، د سولې خبرې نباید دومره ساده ونیول شي او په څو کنفرانسونو پای ته ورسېږي.

د هغه په وینا افغان ولس غواړي واقعي سولې ته ورسېږي او داسې تل پاتې سوله وي، چې هر افغان په کې ځان دخیل وګڼي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي