۰
مایک پنس له ولسمشرغني سره په لیدنه کې!

نه پرېږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او نه پرېږدي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
نه پرېږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او نه پرېږدي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي غني او پنس پرون شنبې د سلواغې ۲۷ مه مازیګر مهال د مونیخ کنفرانس په څنډه کې سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر افغان سوله، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ، د ولسمشرۍ پر ټاکنو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي د امریکا مرستیال ولسمشر په خپلو څرګندونو کې و ویل، چې د افغانستان او امریکا تر منځ ګډون پر ګډو ګټو ولاړ دی.

هغه ویلي امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او نه پرېږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

ښاغلي پنس د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ولسمشر غني وروستي اصلاحات چې د ټاکنو د روڼتوب او باور جوړونې په موخه دي وستایل او دغه راز یې د ښاغلي غني له خوا پر سوله د لویې مشورتي جرګې د جوړولو هرکلی هم وکړ.

نوموړي زیاته کړې«متحده ایالات او زموږ متحدان ستاسو له وسله والو ځواکونو سره کار کوي، هغوی د طالبانو، القاعده او د اسلامي دولت د خراسان له ډلې سره جنګېدلي دي، موږ دې هڅولي یوو چې طالبان خبرو ته حاضر شوي دي، موږ د دې خبرو د پرمختګ او په هغې کې ستاسو د حکومت د مشارکت په تمه یوو، لکه څرنګه چې زه او ته غږېدلي یوو او له ولسمشر ټرمپ سره تاسو خبرې شوي، هیله لرو چې په نهایت کې داسې جوړجاړی وشي چې افغانانو ته روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

د ارګ خبرپاڼه وايي، د ډونالډ ټرمپ مرستیال ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې امریکا د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې هر اړخیزه ملاتړ ته ژمنه ده.

ښاغلي غني هم په خپلو خبرو کې د امریکا له مرستیو او قربانیو مننه کړې او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتېژي یې ګټوره بللې ده.

ولسمشر ویلي، چې د امریکا د یادې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره نور په افغانستان کې جګړه د امریکا نه ده، بلکې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوه خپلواک هېواد او د نړۍ د امنیت لپاره په مېړانه جګړه کوي او قرباني ورکوي.

افغان ولسمشر هیله ښودلې او ټینګار یې کړی، چې د سولې په اړه روانې خبرې اترې به په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې راتلو ته لار اواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي