۰
د المان لومړی وزیره:

له افغانستان د ځواکونو بې وخته ایستل د ټولو په زیان دي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د مونیخ په غونده کې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې له افغانستان د ځواکونو بې وخته ایستل به د ټولو په زیان تمام شي.
له افغانستان د ځواکونو بې وخته ایستل د ټولو په زیان دي
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د مونیخ په غونده کې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې له افغانستان د ځواکونو بې وخته ایستل به د ټولو په زیان تمام شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په دغه کنفرانس کې ویلي، په افغانستان او سوریه کې وضعیت د ډاډ وړ دی نو ځکه اړتیا نه لېدل کېږي، چې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وشي.

د هغې په ینا که له افغانستان او سوریې ځواکونه وایستل شي نو ترهګرې ډلې به په سیمه کې پیاوړې شي او ځانونه به ورته ځواکمن ښکاره شي.

د المان لومړی وزیرې امریکا غږ کړی چې د خپلو سرتېرو د حضور او ایستلو پرېکړه په پوره غور وکړي او ناڅاپي وتل د هېچا په ګټه نه دي.

بل خوا مېرمن مېرکل د دغه کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر غني سره لیدلي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې د پروسې ملاتړ کړی دی.

د المان لومړی وزیرې په دغه کتنه کې له افغان ولسمشر سره پر افغان سوله، ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا ښه کېدا خبرې اترې کړې دي.

نوموړې ولسمشرۍ غني ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سولې د موافقې له تطبیق سره المان هر اړخیزه مرستې ته چمتو دی.

د المان لومړۍ وزیره پر داسې مهال د افغان سولې د موافق د تطبیق په برخه کې افغان ولسمشر غنی ته ډاډ ورکوي، چې د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي، المان په پام کې لري د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو یوه غونډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي