د پروان د استناف محکمې یو کارکوونکی وژل شوی دی

28 دلو 1397 ساعت 13:18

سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت د استناف محکمې یو کارکوونکی د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت د استناف محکمې یو کارکوونکی د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام مهال د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د استیناف محکمې کارکوونکی میرویس له مسجد څخه کور ته روان و، چې موټر سایکل سپورو وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.

نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د پېښې د برید انګېزه نه ده معلومه، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 113556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com