په ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي

28 دلو 1397 ساعت 15:07

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۷۴ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۷۴ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند، فراه او سرپل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه عملیاتو کې ۵۴ وسله وال مخالفین وژل شوي ۳۰ نور ټپیان او درې تنه مشکوک وسله وال نیول شوي دي.

دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com