فراه کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې

30 دلو 1397 ساعت 10:53

سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې، چې بدنه یې طالبانو وړې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې، چې بدنه یې طالبانو وړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکی زیاتوي، دغه الوتکه تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

د فراه د والي ویاند محمحد شعیب ثابت وايي، د الوتکې د لوېدو سیمه کې د طالبانو فعالیتونه شته، خو د لوېدو پر مهال یې طالبانو حضور نه درلود.

دی زیاتويو چې الوتکه د تختکي ستونزو له امله لوېدلې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا طالبانو ویلي دا الوتکه دوی غورځولې او بدنه یې له دوی سره ده.

د پشت رود ولسوال غوث الدین هم وايي، د الوتکې بدنه طالبانو نامعلوم ځای ته لېږدولې ده.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 113631

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113631/

جمهور
  https://www.jomhornews.com