لغمان کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي دي

1 حوت 1397 ساعت 9:03

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه د لغمان ولایت په قرغه یی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د ولسي وګړو موټر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د لغمان چارواکي وایي، ماین طالبانو خښ کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 


د مطلب کود: 113664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com