د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله د هغه د وروستیو څرګندونو په اړه احضار کړی او اعتراض لیک یې ورته سپارلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نصرالله پرون له رسنیو سره خبرو کې د هند او پاکستان تر منځ تازه کړکېچ ته په اشارې ویلي و، که هند پر پاکستان برید وکړ، دا کار به افغان سوله هم زیانمنه کړي.
بهرنیو چارو وزارت د زاهد نصراالله دغه څرګندونې بې اساسه او غیر منطقي بللې او ویلي یې دي د هند او پاکستان اړیکې په افغانستان پورې اړه نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ادریس زمان وايي، له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی او هغه د څرګندونو په اړه یې یو ديپلوماتیک اعتراضیه لیک ورته سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل