د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنرال دوستم له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي ښاغلي دوستم پرون چهارشنبې د کب اوله د ترکیې پلازمېنه انقره کې له خلیلزاد سره وکتل.
سرچینه زیاتوی، چې په دغه ناسته کې پر افغان سولې خبرې وشوې، او د جنرال دوستم سولې ته د رسېدو په برخه کې پر داخلي او ملي اجماع ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په اړه پر جوړېدونکې مشورتي غونډې او دغه راز پر راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو هم بحث وکړ.
جنرال دوستم د سولې په برخه کې د امریکا او په ځانګړي ډول د خلیلزاد له هڅو مننه کړې، خو ویلي یې دي، چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره شي.
نوموړي ویلي، چې په هېواد کې د یوې تل پاتې او باعزته سولې لپاره اړینه ده، چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او د سولې په تړاو یوه ملي اجماع چې ټول په کې برخه ولري رامنځ ته شي.
د جنرال دوستم په وینا د سولې لپاره د حکومت، سیاسیونو، قومونو او سیاسي ګوندونو تر منځ د باور رامنځ ته کول هم اړین دي او ټول باید په ګټه د سولې لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل