۰

امریکا او روسیه په افغان سوله کې د ترکیې رول مهم وباله

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او ضمیر کابلوف وایي، په افغان سوله کې د ترکیې رول مهم دی.
امریکا او روسیه په افغان سوله کې د ترکیې رول مهم وباله
د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او ضمیر کابلوف وایي، په افغان سوله کې د ترکیې رول مهم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او کابلوف پرون جمعه د کب ۳ مه د ترکیې په انقره کې سره لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.

له دغه کتنې وروسته خلیلزاد له ترکي رسنیو سره خبرو کې د افغان سولې په برخه کې د ترکیې له مرستو مننه کړې او د هغوی رول یې مهم بللی دی.

خلیلزد ویلي ترکیې په افغانستان کې ډېر څه کړي، چې امریکا او افغانان یې هم پر رول خوښ دي او د افغان سولې په برخه کې د ترکیې رول مهم دی.

نوموړي ویلي له کابلوف سره یې خبرو کې پر دې موافقه کړې، چې افغانستان باید بیا د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډولو پر ځالې بدل نه شي.

په ورته وخت کابلوف ویلي، ترکیه په افغانستان کې یو مهم لوبغاړی دی او کېدای شي چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره د مسکو د چوکاټ (فارمټ) برخه واوسي.

کابلوف د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال هاکان تکین سره هم پر افغان سوله خبرې کړې او ویلي یې دي، روسیې ته جوته شوې، چې په سیمه کې د زیات نفوذ او رول لري.

د پوتین ځانګړي استازي ویلي، چې همدې نفوذ ته په کتو د افغانستان په سوله کې ترکیه یو مهم لوبغاړی دی او ښه رول لوبولی شي.

هغه ویلي« موږ د مسکو د فارمټ او ترکیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هرکلی کوو. ترکیه او د سیمې یو شمېر نور هیوادونه بشپړ حق لري چې د دې فارمټ برخه واوسي. له دوی سره به موږ د افغانستان ستونزه ژر او ښه هواره کړای شو.»

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا استازي په دې هیواد کې د داعش او القاعده پر ضد د مبارزې لپاره له مسکو سره د عملي همکارۍ په اړه دیالوګ ته چمتووالی وښود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي