ټرمپ:

د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خطرناک پړاو ته رسېدلی

4 حوت 1397 ساعت 13:54

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند او پاکستان تر منځ اوسنی وضعیت خطرناک پړاو ته نېږدې شوی دی.


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند او پاکستان تر منځ اوسنی وضعیت خطرناک پړاو ته نېږدې شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي خبریالانو ته ویلي، نوي ډیلي وروسه له دې د یوه پیاوړي اقدام نیت کړي، چې په کشمېر کې یې پر پوځیانو برید وشو.

د امریکا ولسمشر ویلي دا مهال د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خورا خطرناک پړاو ته داخل شوی، چې باید مخه یې ونیول شي.

هغه ټینګار کړي، چې د اوس لپاره د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې پېښې له امله ډېرې ستونزې پیدا شوې دي.

د امریکا ولسمشر پر داسې مهال د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خطرناک بولي، چې په هندي کشمير کې پر هندي ځواکونو تر برید وروسته هند له پاکستانه د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، نور د خبرو وخت تېر شوی او د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې باید عملي اقدام وکړي.

خو په ځواب کې یې پاکستان ویلي که هند پر پاکستان هر ډول برید وکړي، نو پاکستان به یې هم سمدستي ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 113754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com