۰
ټرمپ:

د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خطرناک پړاو ته رسېدلی

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند او پاکستان تر منځ اوسنی وضعیت خطرناک پړاو ته نېږدې شوی دی.
د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خطرناک پړاو ته رسېدلی
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند او پاکستان تر منځ اوسنی وضعیت خطرناک پړاو ته نېږدې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي خبریالانو ته ویلي، نوي ډیلي وروسه له دې د یوه پیاوړي اقدام نیت کړي، چې په کشمېر کې یې پر پوځیانو برید وشو.

د امریکا ولسمشر ویلي دا مهال د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خورا خطرناک پړاو ته داخل شوی، چې باید مخه یې ونیول شي.

هغه ټینګار کړي، چې د اوس لپاره د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې پېښې له امله ډېرې ستونزې پیدا شوې دي.

د امریکا ولسمشر پر داسې مهال د هند او پاکستان تر منځ وضعیت خطرناک بولي، چې په هندي کشمير کې پر هندي ځواکونو تر برید وروسته هند له پاکستانه د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، نور د خبرو وخت تېر شوی او د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې باید عملي اقدام وکړي.

خو په ځواب کې یې پاکستان ویلي که هند پر پاکستان هر ډول برید وکړي، نو پاکستان به یې هم سمدستي ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي