هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

4 حوت 1397 ساعت 14:04

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، دغه چاڼیز عملیات تېره ورځ جمعه د کب درېیمه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات چې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي و هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې شبږ وسله وال طالبان وژل شوي، یوویشت نور ټپیان او د وسلو او مهماتو سره سره یې دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې لا هم چاڼیز عملیات دوام لري او ګڼ کلي له طالبانو پاک شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 113755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com