افغانستان بیا له پاکستانه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی

5 حوت 1397 ساعت 8:56

افغانستان یو ځل بیا له پاکستان ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی او وايي، دغه هېواد تل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کړی دی.


افغانستان یو ځل بیا له پاکستان ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی او وايي، دغه هېواد تل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې افغانستان ملګرو ملتونو ته له پاکستان څخه شکایت کوي.

وړاندې افغانستان، پاکستان ته د طالب پلاوی د سفر په اړه شکایت کړی و، خو دا ځل یې د پاکستان د راکتي بریدونو په اړه کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولی له خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان تل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کړی دی.

په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې ده چې په دې برخه کې د افغانستان ستونزې ته رسېدګي وکړي.

سرچینه زیاتوي، په دې شکایت کې هغه موارد ذکر شوي دي چې پاکستان د افغانستان پر ولایتونو پرلپسې توغندویي بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ هیله مندي ښودلې چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې د افغان حکومت شکایت ته مثبت ځواب ووایي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com