افغانستان یو ځل بیا له پاکستان ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی او وايي، دغه هېواد تل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې افغانستان ملګرو ملتونو ته له پاکستان څخه شکایت کوي.
وړاندې افغانستان، پاکستان ته د طالب پلاوی د سفر په اړه شکایت کړی و، خو دا ځل یې د پاکستان د راکتي بریدونو په اړه کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولی له خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان تل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کړی دی.
په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې ده چې په دې برخه کې د افغانستان ستونزې ته رسېدګي وکړي.
سرچینه زیاتوي، په دې شکایت کې هغه موارد ذکر شوي دي چې پاکستان د افغانستان پر ولایتونو پرلپسې توغندویي بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ هیله مندي ښودلې چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې د افغان حکومت شکایت ته مثبت ځواب ووایي.
جمهورخبري آژانس:کابل