چین او امریکا خپل منځي اړیکې ښې کوي

5 حوت 1397 ساعت 9:22

راپورونه وايي، چین او امریکا هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه او اقتصادي اړیکې ښې کړي.


راپورونه وايي، چین او امریکا هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه او اقتصادي اړیکې ښې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د چین یو لوړ پوړی دیپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی.

دوی به له امریکايي لوري سره د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره جدي خبرې پیل کړي.

په ورته وخت امریکايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې رامنځ ته شوې ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل شي.

دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر بلې لیدنې خبرې وکړي او په هغه کې به یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او چین ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په سوداګریزه برخه کې ستونزې راولاړې شوې وي چې اوس یې دواړه لوري حل جدي ښکاري.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com