پولیسو د عامې روغتیا وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور نیولی

5 حوت 1397 ساعت 10:00

کورنیو چارو وزارت وايي، له درنو جرمنو سره د مبارزې ریاست منسوبینو د عامې روغتیا وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور لاس په لاس نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، له درنو جرمنو سره د مبارزې ریاست منسوبینو د عامې روغتیا وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور لاس په لاس نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس پرون شنبې د کب ۴ مه پلازمېنه کابل کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، نیول شوی کس چې شهرام نومېږي، د عامې روغتیا وزارت کارکوونکی دی د کابل په شپږمه ناحیه کې نیول شوی دی.

به خبرپاڼه کې ویل شوي، شهرام له یوه تن څخه چې غوښتل یې د عامې روغتیا د فارمسي ریاست کې ګډون وګړي ۴۰۰ زره افغانۍ رشوت اخیست چې د پولیسو له خوا ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com