۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس:

امنیتي بنسټونه باید د ملکي وګړو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي

دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د یوناما له خوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې زیاتېدو راپور ته په اشارې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر امنیت بنسټونو غږ وکړ، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه نوره هم جدي کړي.
امنیتي بنسټونه باید د ملکي وګړو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي
د یوناما له خوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې زیاتېدو راپور ته په اشارې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر امنیت بنسټونو غږ وکړ، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه نوره هم جدي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د کب ۶ مه یې د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د یوه ملکي وګړي مرګ ژوبله هم د منلو نه ده او امنیتي ځواکونه باید دغه مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي و ویل، که څه هم ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډولو له خوا اوښتې خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځینو عملیاتو کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالله ټینګار وکړ، چې امنیتي بنسټونه باید د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل تازه کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د ملګي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

په دغه راپور کې چې نن یکشنبې د کب ۵ مه خپور شوی راغلي، چې په ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې د جګړو له امله ۱۰۹۹۳ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

راپور زیاتوي، چې له شمېر څخه ۳۸۰۴ ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوی او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي، چې دا د تیرو کلونو په پرتله په بې‌ساري ډول د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی ښيي.

د یوناما د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي وو او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي وو.

یوناما وایي، دغه مرګ ژوبله ډېره د طالبانو، وروسته د داعش او نورو ډلو له خوا رامنځ ته شوې، خو طالبانو د یوناما دغه راپور رد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي