سوریې، عراق ته کابو ۳۰۰ داعش زندانیان سپارلي دي

6 حوت 1397 ساعت 10:54

راپورونه وایي، د سوريې دموکراتیک ځواک چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، تر ۳۰۰ پورې داعش زندانیان، چې د عراق تابعیت لري، بغداد ته سپارلي دي.


راپورونه وایي، د سوريې دموکراتیک ځواک چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، تر ۳۰۰ پورې داعش زندانیان، چې د عراق تابعیت لري، بغداد ته سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عراق حکومت هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یط دي دغه زندانیان د هغو سلګونو داعشیانو له ډلې دي، چې له کرد وسله والو سره بندي دي.

د عراق حکومت ویلي له کرد وسله والو سره د د عراقي داعشیانو تر ۵۰۰ پورې بندیان شتون لري، چې د تېرې پنشنبې په ورځ یې له ډلې ۱۳۰ تنه بغداد ته وسپارل.

باید و ویل شي، چې د سوريې د کُردانو د ډموکراتیک اتحاد ځواک د امریکايي ځواکونو په ملاتړ له ډېرو سیمو داعشیان پر شا تمبولي دي او د دې ډلې ګڼ‌شمېر وسله‌وال‌يې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com