۰

پاکستان وايي هند ته به د کړي برید پر ځای او وخت ځواب ورکړي

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر پټځایونو د هند د هوايي ځواک تر بریدونو وروسته پاکستان وايي، دغه بریدونو ته به پر وخت ځواب ورکړي.
پاکستان وايي هند ته به د کړي برید پر ځای او وخت ځواب ورکړي
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر پټځایونو د هند د هوايي ځواک تر بریدونو وروسته پاکستان وايي، دغه بریدونو ته به پر وخت ځواب ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، د دوی هوايي ځواک د پاکستان بالا کوټ، مظفرآباد او چاکوټي کې یې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه کړي او په کې یې د پاکستان د ترهګرۍ ډلې جیش محمد د سوق ادارې مرکز له منځه وړی دی.

هندي رسنیو ته دا هم ویلي، بریدونه هغه مهال شوي، چې د پاکستان پوځ غوښتل د جیش محمد ډلې مشر مسعود ازهر له یوې سیمې بلې ته ولېږدوي، خو دا چې په دې برید کې هغه ته زیان اوښتی که نه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي د هند ۲۰۰۰ معراج جنګي الوتکو په دغه سیمه کې د ترهګرو په مرکزونو زر کیلويي بمونه غورځولي او په کې یې تر ۳۰۰ پورې ترهګر وژلي دي.

هندي چارواکي وايي، په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د هند د دغه برید په ځواب کې د پاکستان پوځي چارواکو سهار مهال ویل، چې دوی پر وخت اقدام کړی او په وینا یې د بزدل دښمن الوتکې یې بېرته ګرځېدو ته اړ کړې خو اوس یې پخلی کړی، چې د هند هوايي ځواک د دوی په خاور کې بمبار کړی دی.

پاکستان د هند دغه برید ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، اوس د پاکستان حق دی، چې پر هند هم ورته برید وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن سه شنبې د کب ۷ مه ماسپښین مهال له دفاع او خزانې وزیرانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې و ویل، چې هند په دې کار سره له نړیوالو قوانینو سرغاړوی کړی او پر پاکستاني خاوره یې تېری کړی دی.

قریشي و ویل، چې پاکستان د هند د دغه برید په ځواب کې د دفاع حق لري، چې پر ځای او وخت به هند ته ځواب ورکړل شي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم وویل، چې پاکستان د تشنج غوښتونکی نه دی او په همدې خاطر یې له عربي او ځینو نورو هېوادونو سره اړیکې نیولې تر څو دغه ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د نړیوالو قوانینو د نقض ادارې او نړیوال هېوادونه باید د هند د دغه برید پر وړاندې غبرګون وښيي.

شاه محمود قریشي زیاته کړې چې هند په دې ډول کارونو سره د کړکېچ د کنټرول پر ځای د ستونزو ډیرولو هڅه کوي چې ښې پایلې به ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي